Yousafzai Pashto (Northern) (Pakistan) Question Worksheet “عيسىٰ مسیح”

More editions from languages from Afghanistan, Pakistan

Read: Comic Book

د تپوسونو پاڼې: (چاپ شوے کتاب):

۱. عیسی راځي (مخونه ۱-۳) (متی ۳: ۱- ۱۷)

                ۱. ولې خلق د سیند غاړې ته راجمع شوي وو؟

                ۲. یوحنا خلقو ته څۀ ووئیل چې د اسماني بادشاهۍ د راتلو دپاره څۀ تیارے ونیسي؟

۲. نه لیدونکې جګړه (مخونه ۴-۵) (متی ۴: ۱- ۱۲)

۱. روح القدس عیسی د بپتسمې نه وروستو چیرته بوتلو؟

                ۲. عیسی په بیابان کښې څۀ وکړل؟

۳. ابليس په کومو طريقو سره عیسی وازمایلو؟

۴. عیسی څرنګه د ابليس ازمایښتونو ته جواب ورکړو؟

۳. د قانا په ښار کښې وادۀ  (مخونه ۶-۷) (یوحنا ۲: ۱- ۱۱)

                ۱. ولې عیسی قانا ته لاړو؟

                ۲. عیسی په قانا کښې کومه معجزه ترسره کړه؟

۴. له ما نه تابعداري وکړئ (مخونه ۸-۹) (متی ۴: ۱۲- ۲۲)

                ۱. عیسی د پطروس نه څۀ وغوښتل چې ترسره کړي؟ کله چې پطروس تابعداري وکړه، نو څۀ پېښ شول؟

                ۲. راشه او زما نه تابعداري وکړه ترڅو زه له تانه آدم ګیر جوړ کړم. تاسو څنګه کولے شئ خلق مسیح ته راولئ؟

۵. د غر د پاسه بیان (مخونه ۱۰-۱۱) (متی ۵: ۱- ۱۶(

                ۱. هغه کسان چې د خُدائ د بادشاهۍ په وجه زورول کېږي او کړاوونه ويني، نو هغوئ به څۀ برکتونه حاصل کړي؟

                ۲. مونږ باید له خپلو دشمنانو سره څۀ وکړو؟

۶. شفا ورکول (مخونه ۱۲-۱۳) (لوقا ۵: ۱۷- ۲۵، ۶: ۶- ۱۱(

                ۱. مونږ د هغه ناروغ له ملګرو نه کوم ښه سبقونه زده کولے شو؟

                ۲. د عیسی هغه دوه اهم کارونه کوم وؤ چې د هغه ناروغ دپاره يې وکړل؟

۷. عیسی سره په کشتۍ کښې (مخونه ۱۴-۱۵) (متی ۸: ۲۳- ۲۷(

                ۱. مريدان په کشتۍ کښې له څۀ مشکل سره مخامخ شولو؟

                ۲. عیسی دا مشکل څنګه حل کړو او تاسو د عیسی د قدرت په حقله څۀ زده کولے شئ؟


 

 

۸. د ابليس له واک نه خلاصون (مخونه ۱۶-۱۷) (مرقوس ۵: ۱- ۲۰(

                ۱. کله چې هغوئ د بحيرې بلې غاړې ته لاړل، نو څوک يې وليدل؟ عیسی د هغه دپاره څۀ وکړل؟

                ۲. عیسی د هغه سړي نه د څۀ کولو درخواست وکړو؟

۹. خدمت (مخونه ۱۸-۱۹) (متی ۹: ۳۵- ۱۰: ۴(

                ۱. عیسی د دُعا دپاره چیرته لاړو؟ تاسو له دې موضوع نه کوم ښه درس زده کولے شئ؟

۱۰. عیسی پریمانه ورکوي (مخونه ۲۰-۲۱) (یوحنا ۶: ۱- ۱۵(

                ۱. عیسی څۀ وکړل ترڅو دا وښايي چې هغه په ​​خلقو باندې رحم کوي؟

۱۱. ایمان راوړئ یا لاړ شئ (مخونه ۲۲-۲۴) (متی ۱۴: ۲۲- ۳۳، یوحنا ۶: ۲۲- ۴۰، ۶۰- ۶۹(

                ۱. ولې پطروس په ډوبیدو شروع وکړو؟

                ۲. کله چې عیسی له خپلو مریدانو تپوس وکړو، ایا تاسو هم غواړئ چې ما پرېږدئ؟ د هغوئ جواب څۀ وو؟ 

۳تاسو ترې څۀ زده کوئ؟

۱۲. خپله سولۍ راواخلئ (مخ ۲۵) (متی ۱۶: ۱۳- ۲۸(

                ۱. کله چې عیسی د خپلو مریدانو نه تپوس وکړو چې، خلق څۀ وایي چې زه څوک یم؟ نو د دوئ جواب څۀ وو؟

                ۲. عیسی وایی هغه څوک چې د هغه نه تابعداري کول غواړي، نو باید څۀ وکړي؟

۱۳. شُکرګزاره اوسئ! (مخونه ۲۶-۲۷) (لوقا ۱۷: ۱۱- ۱۹(

                ۱. چا عیسی ته منت وکړو چې هغو ته شفا ورکړي؟ 

                ۲. کله چې خُدائ پاک زمونږ دعاګانې قبلوي، نو هغه له مونږ نه څۀ طمع لري؟

۱۴. د ماشوم په شان شئ (مخ ۲۸) (لوقا ۱۹: ۱- ۱۰، متی ۱۹: ۱۳- ۱۵(

                ۱. ولې یهودي مشرانو خپل خدمتګار مجبور کړلو ترڅو د عیسی نه تابعداري وکړي؟

۱۵. عیسی ژوندون ورکوي (مخونه ۲۹-۳۰) (یوحنا ۱۱: ۱۷- ۴۴(

                ۱. د دې خبرې نه د عیسی مقصد څۀ وؤ چې وې ویل: زه قیامت او ژوندون یم؟

۱۶. هغه باید مړ شي (مخونه ۳۱-۳۱) (یوحنا ۱۱: ۴۵- ۵۴(

                ۱. عیسی څوک بیرته ژوندے  کړو؟

                ۲. ولې یهودي مشرانو په عیسی او د هغه په مريدانو باندې په غوصه وو؟

۱۷. د عیسی قدردانے (مخونه ۳۲-۳۲) (یوحنا ۱۲: ۱- ۱۱(

                ۱. کله چې مریمه د عیسی په پښو کښې عطر واچول، نو عیسی ووئیل چې هغه غواړي څۀ وکړي؟

۱۸. عاجز بادشاه (مخونه ۳۳-۳۴) (لوقا ۱۹: ۲۹- ۴۴(

                ۱. ولې عیسی یروشلم ته په کوچاڼي باندې سور د ننه شو؟

                ۲. د قربانۍ کوم ګډورے کولے شي زمونږ ګناهونه پاک کړي؟

۱۹. لوئ پاکوالے (مخونه ۳۵-۳۶) (لوقا ۱۹: ۴۵- ۴۸(

                ۱. کله چې عیسی عبادتخانې ته ور دننه شو، نو ولې په خلقو باندې په قهر شولو؟

۲۰. غداري (مخونه ۳۷-۳۸) (متی ۲۶: ۱۴- ۱۹(

                ۱. چا پیسې واخیستې او د عیسی سره یې غداري وکړه؟

۲۱. د پښو وينځل (مخونه ۳۹-۴۰) (یوحنا ۱۳: ۱- ۳۵(

                ۱. د فسحې د اختر اهمیت څۀ دے؟

                ۲. د دې خبرې نه د عیسی مقصد څۀ وو: که څوک غواړي لوئ وګڼل شي، نو هغه دې باید د نورو خدمتګار شي؟

۲۲. عشاء رباني (مخ ۴۱) (متی ۲۶: ۲۶- ۳۰، یوحنا ۱۳: ۳۴- ۳۸(

                ۱. د عیسی مقصد څۀ وؤ کله چې هغه ووئیل چې دا روټۍ زما بدن دے او دا پیالۍ زما وینه ده؟

                ۲. عیسی څۀ ووئیل چې مریدان باید څۀ وکړي ترڅو دا وښایې چې دوئ واقعیاً د هغه پیروکاران دي؟

۲۳. ګرفتاري (مخونه ۴۲-۴۳) (یوحنا ۱۴: ۱- ۳۱، متی ۲۶: ۳۶- ۵۶(

                ۱. عیسی څۀ ووئیل چې پلار به يې دوئ ته څۀ ولېږي؟

                ۲. کله چې عیسی ووئیل چې "زه لار، حق او ژوندون یم"، نو د هغۀ مقصد څۀ وؤ؟

۲۴. عدالت (مخونه ۴۴-۴۵) (متی ۲۶: ۵۷- ۷۵(

                ۱. چا د عیسی د پیژندګلو نه انکار وکړو؟

                ۲. یو عیسوی څۀ شانتې د عیسی نه انکار کوي؟

۲۵. د مرګ سزا (مخونه ۴۶-۴۷) (متی ۲۷: ۱۱- ۳۰، یوحنا ۱۸: ۲۸- ۴۰(

                ۱. ولې عیسی ګرفتار کړے شو؟

۲۶. سولۍ ته  (مخ ۴۸) (یوحنا ۱۹: ۱- ۱۸(

                ۱. عیسی له خپل پلار نه خواست وکړو چې د هغه کسانو په حواله څۀ وکړي چې هغه یې  په سولۍ باندې ځوړند کړو؟

                ۲. مونږ له دې نه څۀ زده کولے شو؟

۲۷لعنتي شوے (مخ ۴۹) (متی ۲۷: ۳- ۱۰، لوقا ۲۳: ۳۲- ۳۴(

                ۱. چا د پيسو په لالچ کښې عیسی سره غداري وکړه؟

۲۸. عیسی مړ کیږي (مخونه ۵۰-۵۱) (لوقا ۲۳: ۳۲- ۴۶، متی ۲۷: ۴۶- ۵۰، یوحنا ۱۹: ۲۵- ۳۰(

                ۱. د کوم ډاکو سره عیسی وعده وکړه چې هغه به په جنت کښې وي او ولې؟

۲۹. د عیسی قرباني (مخ ۵۲) (یوحنا ۱۹: ۳۱- ۴۲(

                ۱. وروستۍ خبره چې عیسی د خپل روح د سپارلو نه وړاندې وکړه، څۀ وه؟

۳۰. عیسی ژوندے دے! (مخونه ۵۳-۵۴) (مرقوس ۱۶: ۱- ۹، یوحنا ۲۰: ۱- ۱۸(

                ۱. کله چې ښځې په دریمه ورځ قبر ته لاړلې نو فرښتې ورته څۀ ووئیل؟

۳۱. عیسی زمونږ سره (مخ ۵۵) (لوقا ۲۴: ۱۳- ۴۳، یوحنا ۲۰: ۱۹- ۲۹(

                ۱. کله چې عیسی مریمې ته ښکاره شولو، نو هغۀ هغې ته څۀ ووئیل؟

۳۲. نور نه "زۀ وړومبے!" (مخونه ۵۶-۵۷) (یوحنا ۲۱: ۱- ۱۹، متی ۲۸: ۱۶- ۲۰(

                ۱. عیسی پطروس او خپلو نورو مریدانو ته څۀ ووئیل چې هغوئ څۀ وکړي؟

۳۳. ګواه (مخ ۵۸) (د رسولانو عملونه ۲: ۲۲- ۳۹(

                ۱. کله چې مریدان راجمع شول او دُعا یې کوله، دوئ د خُدائ نه څۀ څيز حاصل کړلو؟

۳۴. خُدائ پاک نزدې دے (مخ ۵۹) (اِفِسیان ۱: ۱- ۱۵(

                ۱. څۀ ثبوت دے چې خُدائ پاک د دُنیا سره مینه لري؟

 

QS-Yousafzai Pashto (Pakistan).pdf

Last update: 6-February-2026

Your encouragement is valuable to us

Your stories help make websites like this possible.